...

ملا لتاړ

څو به وران شي ودان کور د دی دنیا

 دومری پلی چې وي سوور د دی دنیا

سلطانان په يوه دم کې فقيران کا

 زر تر زر شي خصلت نور د دی دنیا

په هر چا برابر وخت د لا چاری شي

 غره مشي څوک په زور د دی دنیا

ولحدو ته به يون په شتا بې کا

 چې راغلی دی په لور د دی دنيا

د مولی په څير د سپينو غوڅول کا

 تيره دارنګه دی لور د دی دنيا

په کوګل دننه زړه سيزی يارانو

 پوری مشه په چا اور د دی دنیا

وي سر کوزی ترخپل وروڼو عزيزانو

 مخ تورن وي مدام چور د دی دنیا

شير بچې کاندي په مثل د لومبړی

 خدای دی نه کا چا ته پور د دی دنیا

د سختی په ځای لمن ټغاړی تيريږی

 په ښه نه راځی خپل ورور د دی دنیا

ځای په ځای د بيلتانه ناری سوری دی

 اورم زه په غوږو شور د دی دنیا

هميشه به یې بوډن کله وی(لتاړه!)

 شي به شهر سور مشور د دی دنیا