

ملا لتاړ
والوت چې له لاسه دا زړګوټی باز زما
خلکو ته څرګند شه دا پټ کړی راز زما
ناست ومه بيغمه انديښنه مې په زړه راغله
تله کاندي په وچې شه روان جهاز زما
نور صورت مې روغ دی په زړګی باندې زخمې شوم
ښخ چې په سينه شوه دامژګان دراز زما
سوځم هميشه د غم اندوه په اور د پاسه
خيژی له دهانه په هردم آواز زما
ډير عمر مې تير شه انتظار د يار د مخ يم
شه په دغه غم کې داو جان ګداز زما
ور شه قاصده د آشنا څه خبر راوړه
کيږی دغه لورته ړ زړګی پرواز زما
غم له ما (لتاړه) سره مل په هغه ورځ شه
خدای چې کړ تابوت په دا دنيا کې ساز زما