...

ملا لتاړ

لرې که له مخه نقاب د دلبر زما

 خود به ورڅرګند شي دا کباب ځيګر زما

ناست يم د هجران له غمه ستړی په زړګی

 شه له دغه عمه هر اسباب ابتر زما

هر چې سنګدلان وي په نغمه د رباب موم شي

 نکا په دلبر باندې رباب اثر زما

تير مې تمام عمر د هجران په انديښنه شه

 نشه په وصال بدل خراب فکر زما

سوځمه په اور کې غم اندو راباندې زور شو

 خدای که په دنیا کې په عذاب بشر زما

تير که مې د يار د زلفو بوی شي له دماغه

 نه به وي په کور کې د ګلاب قدر زما

غم غلتومه زه(لتاړ) په دا دنيا کې

 دی له ډيره غمه په درياب ګذر زما