...

ملا لتاړ

ته چې خانمان سيزې په اور باندې زما

 تاخت به رقيب وکاندي په کور باندې زما

ستا په درد و غم کې هميشه ناری سوری کړم

 هيچری د غوږ نه وي په شور باند زما

پورته دی لستوڼی کړه مدام د زړونو لو کړی

 غوڅ دی که غریب زړګی په لور باندې زما

تيښتی عاقلان که له تهمته له پيغوره

 نه وځی په عشق کې په پيغور باندې زما

زه له خپله انده په تا نه يم ميز شوی

 وړی تا زړګی دی په وچ زور باندې زما

کړی دی وعده وه د بوسی له ما(لتاړه)

 ولی منکريږی اوس په پور باندې زما