

ملا لتاړ
شپه و ورځ ژړا که دغه سوي زړه کباب زما
سور کنار ګريوان شه د دوه سترګو په خوناب زما
ډير عمر مې تير شه ستا له وصله اميدوار يم
لاړ شه ستا په هجر کې له ځانه آبوتاب زما
ستا د عشق داغونه مې دی همبره په زړه ايښی
ستړی به مخلوق شي د داغونو په حساب زما
بې ستا له ديدنه بل غرض په زړه کې نه لرم
ايښی دغه خيال دی تل د وروځو په محراب زما
هيڅ صبر و قرار مې په صورت کې پاتو نه شه
لاړ قرار او صبر شه د اوښو په سيلاب زما
تادی د چشمانو تيغ زما په زړه راکښلی
ځکه دا صورت شه په سرو وينو کې غرقاب زما
هر عاصی چې ومری پس له مرګه عذابيږی
تا تمام ژوندون که په عذاب و په عقاب زما
څو به په دنيا د بقا طمع کړم يارانو
خدای چې دغه عمر که په مثل د حباب زما
سرومال به زه(لتاړ) ترې دواړه صدقه کړم
هر چيری که لری هغه یار کاندي نقاب زما