...

ملا لتاړ

د دلبرو ته سپارلی دی خپل ځان ما

 کړه له غمه له اندوهه په امان ما

په وصال باندې مې سوي زړګی سوړ کړه

 مه سيزه په تناره کې د هجران ما

که ديدن د تا په سرو په مال موندشي

 دی منلی په چشمانو دا تاوان ما

يا به نه ځمه هيڅګله ستا له دره

 څو د حسن لنبې نه کاندي بریان ما

له نابوده شهره وو تم له سوخته

 ستا له غمه جوړ که کور، په بيابېان ما

تل ناری سوری وهم صبر مې نه شي

 تير که عمر په فرياد او په فغان ما

خوښ خورم به زه (لتاړ) يم تل تر تله

 که له دی دنيا ثابت تير که ايمان ما