

ملا لتاړ
که طلب څوک په رښتيا د آشنا وکا
عاقبت به یې ديدن په عقبا وکا
که رنځور شي څوک به غم د عاشقی کې
محبوبا به یې په خپله دوا وکا
هر عاشق که ځان له غيرو په حجاب کا
بې حجابه به د يار تما شا وکا
په خريد د هغو خلکو کې تروټ نه شته
له اخلاصه چې د مينی سودا و کا
وبه رسی هغه کس د زړه مقصود ته
تل چې يون د معشوقی په رضا وکا
په لذت د عاشقی به هغه پوه شي
په دنيا کې چې سوګند له دنيا وکا
ورڅرګند به کل دولت د محبت شي
که نظر څوک د (لتاړ) په وينا وکا