...

ملا لتاړ

خوښ خورم وي په روزګار د عاشقي کې

 هميشه ځان له دې کاره وزګار نه کا

اور د يار د مینی بل په اندرون کا

 زر تر زره پرې زړه وسيزی وار نه کا

تل تر تل وي منتظر د يار و مخ ته

 و ديدن ته د بل چا انتظار نه کا

محبت د يوه يار فرض په ځان کاندي

 و دویم وته د مینی اختیار نه کا

په زړه پند د يارو وينا کاندي (لتاړه!) 

 په ويلو د بل چا اعتبار نه کا