...

ملا لتاړ

که قبول له څوک خواری په دا جهان کا

 په هغه جهان به ورک د زړه ارمان کا

د فانی دنیا دولت په مثال اور دی

 چې له اوره کا دوستی، ځان به بریان کا

عاقلان پرې غرض نه کاندي يارانو

 د دنیا په چارو مينه، نادانان کا

طلب نه کا عارفان د فانی چارو

 په عبثو پسی ځغاسته غافلان کا

نشستن وي د طوطيانو په بوستان کې

 په مرداره باندې ناسته تور زاغان کا

خره ولاړ تل په ډيران د نجاست وی

 هنړهار په طبيلو کې عراقيان کا

مښګيرک یې په صحبت کله پوهيږی

 مشغولا له زيړو ګلو بلبلان کا

عالمان ترې اجتناب کا تل تر تله

 یګان تيا له بدو خلکو جاهلان کا

مبصر مدام په سمه لاری درومی

 په کږه لاری رفتار ړانده کسان کا

حارصان کاندي اميد تل وسوا ته

 قناعت په خپله برخه صابران کا

کم دليل د خدای له يادو خبر نه وی

 په هر دم د مولا ذکر سا لکان کا

بوالهوس یې وجمال ته کتی نه شي

 ننداره د يار د حسن عاشقان کا

خدای به خوار هغه کسان نه کا(لتاړه!)

 چې نظر د خپل عمل په سود و زيان کا