

ملا لتاړ
هر عاشق چې نوش شراب د محبت کا
په دنيا کې راز شکاره د حقيقت کا
په فانی چارو غرض نه کا يارانو
له هر چا نه تفحص د معرفت کا
درد و غم د آشنا بار کا په زړه باندې
يو ساعت ګويا په ځان باندې مدت کا
مرور ګرځی له خپلو له پرديو
په هر دم له ياره ګوښی مصحلت کا
ګدایي ورته په مثل باد شاهی شي
ناتوان ځان، توانا د مينی په دولت کا
عاشقی یې تاج په سر د پاسه کيږدی
ګفتګوی په هر نفس د سلطنت کا
ور ښکاره شي نور لذت په مثال زهر
تير له ستونی چې د سروشونډو لذت کا
چې تعریف په کې د تورو زلفو کيږی
نشستن د هغو خلکو په صحبت کا
بې له مينې بل غرض یې به کې نه وي
عاشقان چې د زړه يون په هر جهت کا
اوزګار نه وي په هيڅ وخت د يار له يادو
ټینګه ملا تل په محنت په مشقت کا
په تش نيت به یې بيا نه مومی(لتاړه!)
محجوباده د هغو چې څوک همت کا