

ملا لتاړ
په رښتيا که څوک طلب د خپل اسباب کا
ځان دې خپل د عاشقي په اور کباب کا
ورپسې دی تر دا هسی حده ژاړی
له ليمو چې را بيرون د زړه خوناب کا
فراموش دی کا خوښی د دنيا واړه
ځان دی ډوب خپل د عمونو په درياب کا
لاس دی وکاږی له نوره کاروباره
په روزګار دی د هغه جهان شتاب کا
شپه ورځ دی شي مشغول په نيکو چارو
تفاوت دی د عذاب او د ثواب کا
د خودی شغل دی لری کا له دله
ګدا یې دی تل تر تله د هر باب کا
کمینی دی کا اختياره په خاطر کې
دا سر کښ تن دی په مثل د تراب کا
توبه ګار دی شي له کذبه له فریبه
په رښتيا له هر چا، سوال وځواب کا
عاشقی دی هغه کس کاندي (لتاړه!)
چې په ځان باندې حرام د غفلت خواب کا