

ملا لتاړ
خدايه ما له ګل د مينې د ګلزار را
په دا ګل کې بوی په فضل د ديدار را
چې سيزي منافقان په سرو لمبو کې
ربه ما لره امان، له هغه نار را
چې يې لولي عاشقان د عشق په درس کې
هم هغه سبق ته ما له په بار بار را
چې يې کاندي عارفان د تا په غم کې
طاقت ما لره مولا د هغه چار را
چې فارغ شي په دنيا له درد وغمه
دارو ما لره د خوږ زړګی بيمار را
چې پرتی دی د خوبانو په رخسارو
له هغو زلفينو مالره يو تار را
زه (لتاړ) دا عرض تل کوم وتاته
لذت ما لره د ښکليو د رخسار را