

ملا لتاړ
ساقي ما لره ته می د محبت را
له دې خلکو يې پناه په څه حکمت را
چې په څښو يې له جمله غمه فارغ شم
مست شراب د ميخانی په عنايت را
چې مې روغ ليمه ړانده ړانده بيناکا
دغه هسی يو څو جامه په ښه نيت را
چې منصور یې نن په څښتنه باندې پوه که
يوه پياله د هغو مستو د صحبت را
چې یې نوش کړم خبر شم له شش جهته
هسی مالره شراب د معرفت را
مخيانی لره مې بوزه چې پرې سير شم
د زغملو یې هم مالره طاقت را
د دنيا له ميو نا بو مې توبه شه
ته وما (لتاړ) شراب د حقيقت را