

ملا لتاړ
جاري کړی مې له سترګو دی باران تا
لوند په اوښکو کړ زما عاجز ګريوان تا
سر تر پایه په سرو لنبو کې وسوم
چې په پوزه که له نازه سورپيزوان تا
څه فايده دی په کې بيا مونده محجوبې
په دنيا چې کړه وران کورونه وران تا
کوم یو سود دی په لاس کېوت راته وايه
چې په هجر کې وراسته کړه مهجوران تا
څنګه منع له ژړا او له فرياد شي
چې په اور کې ودرولی دی خوران تا
فراموش یې یودم ته له زړګی نه یې
يادوي په هر نفس کې عاشقان تا
نور وګړی خپل روزګار کا په دنيا کې
يم سر کړی زه(لتاړ) په بيابان تا