...

ملا لتاړ

دورمي واړه خلک په جهان کې شوه غوغا

 برخه دهر کس په هر زمان کې شوه ژړا

وير د بيلتانه دی چې، په درست وګړی کيږی

 دا يوه ناره په هر دهان کې شوه پيدا

بحر دی بهيږی هيڅ حساب يي مونده نه شي

 څرنګه يارانو په روان کې شوه دنيا

اور دی لګيدلی په هر څه له خپله تنه

 پيښه وهر چا ته په خپل ځان کې شوه بلا

ووتی له عقله هم د خدای د رسول غل شوی

 هر دم دی په جهر په زبان کې شوه ريا

درست عمر د تير که استغفار په يوه ځل نه شوی

 ستا هم بې انصافه په سوزان کې شوه سزا

فکر دليل وکړه چې وکومې خوا ته درومی

 پښه دی بيشعوره په روان کې شوه خطا

لری د غفلت پټی له سره کړه(لتاړه!)

 لاس په توره کيږده په ميدان کې شوه غزا