

ملا لتاړ
غوږ کړه يار د مصطفا
څلورم وه مرتضا
هميشه د ده له ويرې
بت پرستو کړه ژړا
کافران به تل غمګين شوو
چې به ده کړ تيغ تر ملا
پټيده به له دهشته
څوک په کور څوک په بيديا
پټيدی به له ده نه شوو
که هر څو به کړه دوغلا
پريکول به يې سرونه
څو به وه ډډه رضا
که بهر څو لوي غلیم وه
کړه علی ته به یې شا
علی شير د پاک الله وه
نيت یې تل وه په غزا
زه (لتاړ) به یې تل ستا يم
څو مې ژبه ده ګويا