

ملا لتاړ
دريم يار د مصطفا
وه عثمان د دین عصا
له دی دواړو څخه کم وه
له حيدره وه سوا
که د نيا وه دده ډيره
هم یې ډيره وه سخا
ور کول یې د ده ډيره
ومسکينو وه فقرا
مړول به یې تل وږی
هره ورځ په هر بيګاه
ور کول یې پوشاکونه
تل د ښه خدای په رضا
له حرامو یې کړه تيښته
شوه یې ويره له مولا
ټوله کړی ده دنيا وه
د حلالو په سودا
کاتبې یې د قران کړه
تل یې دا وه مشغولا
پرهيزګار وه تل له بدو
کړه به ده، د رب ثنا
بله کړی ده(لتاړه!)
واوره ده د دین ډيوا