

ملا لتاړ
نشته بې مولا تر محمده څوک سوا
واړه تر ده زير دي اوليا هم انبيا
دی د خدای له نوره نور همه واړه له ده دی
جن دی که انسان دی، که نور څه دی په دنيا
واړه خدای پيدا کړه په قدرت د ده له نوره
مزکې آسمانونه عرش کرسی، تحت الثرا
دی یې د همه واړو پادشاه که په دوه کونو
نور یې کړه مشغول، د ده په ذکر په ثنا
ځکه بې بلنده په دواړو کونو کې يارانو
خدای په محمد باندې مين و تر هر چا
پرې به هغه نه وځی و کوهی او وکړنګ ته
هر چې یې به مخ کې محمد وي رهنما
غم د هغو نشته دی، بهشت لره به ور شي
هر چې دی مشغول، په کلمه د مصطفا
دين د محمد په دا دنيا هتابان دی
ليد چې ورته ماه نه شي هغه دی بينا
مه کوه هغه چاری (لتاړه!) دنيا کې
هر چې دی په دین د محمد کا ناروا