...

ملا لتاړ

چې ثنا که د مولا

 هغو خپله کړه عقبا

هميشه به په راحت وی

 چې له ده کاندي سودا

دی د دوو کونو پادشاه دی

 پروانه لری د چا

بادشاهی کا لا شريکه

 بې وزيره بې امرا

په هر ملک یې دبدبه ده

 هم په ارض هم په سما

دی قدرت لری بې قياسه

 هيڅ یې نشته انتها

دا قدرت واړه د ده دی

 چې ليده شي په دنيا

راڅرګند هسی حکمت کا

 هر چې کاندي حکما

ونه لويه له ميوي کا

 بيا له ونې کا پوا

په صدف کې له يوه څاڅکي

 در پيدا کا بې بها

په شکم کې د نساوو

 جوړ صورت کاندي زيبا

بيا په لږو ورځو شپو کې

 ترې بيرون کاندي جدا

هم له آبه له ترابه

 سور ګلزار کاندي پيدا

د خزان په باد یې وران کا

 بلبلان کا په جفا

لکه دی کاندي، کارونه

 هسی نه شي له بل چا

هر چې کا په خپل قدرت کا

 مدد نه غواړی له چا

واړه ده دی پيدا کړی

 دی ګويا که ناګويا

زه (لتاړ) چې څو ژوندی يم

 تل به کړم د ده ثنا