

ملا لتاړ
کل ثنا ده خدايه ستا
چې ته رب يې، د هر چا
ښکته پورته چې هر څه دي
همه واړه دي له تا
ته څښتن د کل عالم يې
بل يو سيال، نشته د تا
واړه خواست کاندي له تا نه
که باد شاه دی که ګدا
طمع ته له هيچا نه کړې
کا له تا واړه اشيا
ته قديم غنی بادشاه يې
نور همه دی، نو پيدا
ستا کمال دی بې زواله
دا ویې دی په رښتيا
ستا صفت له حده زيات دی
څوک یې څرنګ، کا ادا
که هر شي کشاد زبان کا
ستا په وصف شي، ګويا
مشغول وي تر زرو کالو
شپه ورځ ستا په ثنا
هم به هومره ادا نه کا
لکه څاڅکې له دريا
ستا قدرت ته نه رسيږی
خدایه عقل د هيچا
د (لتاړ) و خراب زړه ته
ربه سر کړی مدعا