

عبدالحمید مومند
د هجران له لاسه ناست یمه ویرژلی
لکه بت په غټو سترګو دم ختلی
بېهوده په صورت روغ په زړه نتلی
بېلتانه په مرګ حال یم رسولی
ربه راولې آشنا په سفر تللی
ډېر مې وکړ د هجران په بلا صبر
هیڅ مې صبر سرور نه شه په دا جبر
که مې ولګېده سر د غم په قبر
ومې نه ژړل په حال د مهر ابر
نشته ما غوندې هیڅوک په بخت کږلی
دا کوم شرم دی کوم درم د یارۍ
دا پيوند دی بدنما تر وېزارۍ
چې مې یار په توده زمکه د خوارۍ
کيني پاڅي خوار حیران له ناچارۍ
او زه ښوی ښېرازه ګرځم سپین سپېڅلی
یا له یار سره ولاړ وی په رکاب کې
یا يې مړ وی د هجران په اول تاب کې
یا وی ډوب مدام د اوښو په سېلاب کې
حساب نه شوم د یوې چارې په باب کې
هسې پاتو شوم بې آبه مخ ناولی
تف زما په دا بې پته آشنايۍ شه
پف د برق و د برېښنا په روښنايۍ شه
لا مې حال تر دا بتر په جدايۍ شه
صد رحمت زما د یار په دانايۍ شه
چې يې خام وم په دا غم کې پېژندلی
چې په مینه کې کوتاه د چا قدم شي
مبتلا به لکه زه په درد و غم شي
په کلونو به جدا ځنې صنم شي
په جرګه به د رښتینو هسې ګرم شي
چې به ما غوندې له شرمه ګرځي غلی
که مې مینه په دروغ نه وي رښتیا وی
په آسیا کې د هجران تللی کسیا وی
که دا نه وی لېونی سر په صحرا وی
چې هیڅ نه شوم که مې څه شرم و حیا وی
له دې شرمه چا ته پورته مې کتلی
هیڅ مې خوند نشته د سترګو غړولو
دي مې کاڼي په تندي د وړلو
هم پوست دی په وهل د لوړولو
یم لایق د هر عذاب، د کړولو
چې بې یاره کړم له خلقو کور و کلی
نورې چارې کړم همه ناتراشې لواړې
په مذهب د عاشقۍ ورانې ویجاړې
کله کله مې که اوښې په مخ لاړې
چې له غمه مې شي تويې په مخ لاړې
یو د یار د جدايۍ خواري نېستي شوه
بله خپله بې پتي بې همتي شوه
یو پلو د رقیبانو بد نیتي شوه
بل پلو د تور طالع بې شفقتي شوه
عشق په دا هومره بلا یم ازمېیلی
ربه مه ګورې زما و بې پتۍ ته
ما ومه سپارې زما بې همتۍ ته
یار مې راولې د سترګو ووېستۍ ته
نور مې مه نیسې د هجر و نېستۍ ته
وسوم ډېر لکه کباب په اور نیولی
د اشنا په ښکلي مخ مې سترګې واکړې
په ناسور مې د هجران، پورې دوا کړې
تللی یار راسره وصل خوا په خوا کړې
زر په زر دا ناروا په ما روا کړې
که مې چرې له اخلاصه يې بللی
که هر څو یار ته نژدې د زړه په یاد یم
په صورت چې ځنې لېرې په هېواد یم
شپه او ورځ د خدای و داد ته په فریاد یم
په تش یاد مې تسلي نه شي ناښاد یم
که مې یار د سر په سترګو ولیدلی
تور طالع برګشته بخت د عشق په کار کې
بد قسمت او بد شامت په دغه لار کې
نر ناحقه بدري خورم په سمه لار کې
نشته ما غوندې هیڅوک په هیڅ دیار کې
په څه شوم زبون ساعت یم زېږېدلې
له هغه چې پوهېدلی په ښه بد یم
رسېدلی د پنجاه وپنج تر حد یم
مبتلا د ښکلي مخ په خال و خد یم
که د صدق شل سنده ښیم رد یم
یوه ښکلي په راستۍ نه یم منلی
که مې یو ځله آشنا له هنده راشي
په هوس ورته ګلزار د غم صحرا شي
به هجرانه يې حاصله تبرا شي
فراغت د جدایۍ له چون چرا شي
نور حمید له آشنايۍ لاس و کښلی