

عبدالحمید مومند
چې په نغوته د حرص او د هوی يې
که څښتن د خزانو شې خوار ګدا يې
بادشاهي به دې په سیوري پسې ګرځي
که قانع په استخوان لکه هما يې
ځان ایمان ولې ښندې د نس دپاره
ولې خر د نا بارې په کلو بیايې
لکه سپی چې په مرداره شاوخوا کېږي
هسې ته کس و ناکس په اسره ستايې
سړیتوب به دې سپيتوب کاندي دا طمع
عزت وساته په صبر که دانا يې
هسې چارې به حرص درباندې وکا
چې په هیچا شوې نه وي بیا به وايې
د دوزخ د لمبو امن په دا نه شي
چې ښه واغوندې، ښه وخورې، خپسر نمايې
دلې قید سرکښه نس په عبادت کړه
که هورې د ازادۍ په تمنا يې
چې پېڅې هومره بلا په عاشقۍ کې
د حمید صورته څه سخته بلا يې