

عبدالحمید مومند
څوک چې ما د یار له مینې اړوي
غر د ماشي په وزرو نړوي
چې په ما د صبر دم لولي چف چف کا
ګویا تندر په پوکلو سړوي
څه به خوب کوم د یار د خط له غمه
چې اغزي مې په لېمو کې غړوي
دغه واړه د پرهېز لويې وینا دي
چې زما په سر يې مینه وړوي
چې اثر د یار په زړه نه کا څوک څه کا
که مې آه له بېخه غرونه نړوي
د کباب په څېر مې زړه میګونې شونډې
د رموز په اور نیولی کړوي
زما غاښ ډېرو خوږو د بوسې توی کړه
ناخبر مې په ځوانۍ کې زړوي
هیڅ مې کډې د زړه نا اوړي له ښکلیو
که ناصح د ژبې پوس تل اړوي
بیا د دهر خزانه ده تشه شوې
چې حمید په در و لعلو ژړوي