

عبدالحمید مومند
عاشقۍ کړې راته پېښې هسې ګرانې
چې يې ګرانې کړې د مرګ راته اسانې
زه د کومې کومې ورانې تفحص کړم
عشق راپېښې کړې تر حد وتلې ورانې
ترکو ډېر په خپلو زلفو دي نیولي
زاهدان دې لافې نه کا د مړانې
تویول به ورته چا ګوهر د اوښو
که موندی یاقوتي شونډې شوی ارزانې
و خوبانو ته هغه سرخ رویه کېږي
چې يې ویني دي د زړه په مخ روانې
که مې یار په مهر بولي و خپل در ته
نه وېرېږم د اغیارو له سپېتانې
چې ویرانې شي په تور د تورو زلفو
هغه خونې به هرګز نه شي ودانې
چې د خط په وخت اشنا پالي حمیده!
رحمت باد په کفرستان کې مسلمانې
لا دې صافه آیینه اوسه حمیده!
چې دا هسې و هر ښکلي ته حیرانې