...

عبدالحمید مومند

څوک په سترګو غړوي له غمه نولي

چې یې کېيني ملایک د غم په غولي

هر چې قیاس زما د عشق کاندي په عقل

کوه قاف د شېرشاهو په تله تولي

څوک چې غواړي کامراني په عاشقۍ کې

اشارت کا، لکه ووړکی سپوږمۍ بولي

مهتر خضر و چې شونډې حیران سر کا

سرګشته د بېلتانه د بر په چولي

چې يې دم قدم پخساک خواب و خوراک شه

دي بهتر تر څلور بولو دا دوه بولي

دا چې ما په عشق کې بد بولي و ګړي

واړه خدای ته شاهدي زما په ښولي

اوس دې هیڅ د خندا خوند نشته حمیده!

چې دې وژړل په مرګ مهري همزولي