

عبدالحمید مومند
که وکاږي مې څوک سترګې په پېغور کې
یا مې سر له تنه ځي د عشق په تور کې
هر زحمت راته راحت کړ عاشقۍ
سمندر غوندې ګل ګشت کوم په اور کې
دا دولت دی د سپین مخ د تورو زلفو
چې مې شته اور و لوګی د زړه په کور کې
په مدد د وچ ګوګل د لوندو سترګو
تماشا د بحر و بر کوم په کور کې
د خوبانو هلک غم به يې زور زوم کا
که رستم د زمانې وي په خپل زور کې
هغه وست د محبت په صحرا موند شي
چې مونده نه شي په ښهر د لاهور کې
تورې زلفې سپین رخسار به مې هېر نه شي
که مې اړوي ناصح په سپین و تور کې
په هر داغ مې د خپل زړه هسې باور دی
چې په مرګ به راته شمع شي په ګور کې
لاړ به نه شي ځنې تور د تورو زلفو
سر و مال که د حمید ځي په دا تور کې