...

عبدالحمید مومند

دا مې خوا لره له ورایه دلبر راغی

یا له پاسه ښکته زمکې ته نمر راغی

زد و ګیر يې د تور خط ګوره په مخ کې

په مکه بیا د زنګیانو لښکر راغی

دا يې خط په داد د وصل مشرف کړم

که همای مې په ټندي برابر راغی

د وصال خواږه مې زهر شو کهېږم

پکې غم د جدايي زر زر راغی

کاروبار د عاشقۍ ګاڼه ما سهل

باري ګران شه راته اوس چې په سر راغی

د سکون په نیم سېري به يې پرې نه کړم

هسې لوی د یار د هجر سفر راغی

چې تر زور لاندې يې زه هسې چیت پيت شوم

دا مې غم په تندي راغی که غر راغی

پرې به ووهمه ځان له ډېره قهره

که مې دا ساعت تر لاسه ځنځير راغی

د ارم په ښاپېرو باندې اختر شه

چې ملوک کچکول په لاس قلندر راغی

دا حمید د یار د خط له غمه ژاړي

که باران د پسرلي په در در راغی