

عبدالحمید مومند
چې په لاس کا ګل اندامه سپین وښي
له غیرته شي هلال وښي وښي
نښتی زړه ارجل برجل په دام د زلفو
په دروغ کا و پرهېز ته ځان ګواښي
دا د عشق خوارۍ زارۍ مې يې ژړلی
مور و پلار چې راته نیو ږیره نګښي
هیڅ پروا د اغیار نشته که یار خپل شي
له څښتنه کا ساتنه کوم ګښي
د بوسې په وقت ادب د مین ورک شي
ووړکی کیڼ لاس په خوراک منډې هم ښي
تورې زلفې د نګار راغلې تر لاسه
چې اطلس غوندې په سترګو پورې مښي
چې لیده پکې یاران د مجلس نه شي
د دنیا له سرایه کوچ کړي ولښي
چې پرده شي نامحرم ساقي ته سپړده
د شرابو په ځای وینې د زړه څښي
چې د ستا د نافې بوی اخلي حمیده!
څه به نه وي خوش دماغ غوري خښي