

عبدالحمید مومند
د هجران په بلا صبر و سکون نه شي
په یوه شواخون بل شواخون نه شي
چې يې ووهي تور دېو د عاشقۍ
هیڅ محنت يې د جهان په افسون نه شي
هومره زېب نا کا زېور
د عشق په ناوې
څو انځور پکې ځنځير د جنون نه شي
بیا به نه مومې بوسه له خوږو شونډو
څو دې زړه په شان د پانو پرخون نه شي
هیڅ مې سود نه شي د یار، په نورو ښکلیو
په پردۍ سا، خو د هیچا ژوندون نه شي
څو همسا د الف قد په لاس وانخلې
خم قامت به دې ولاړ لکه نون نه شي
په مجلس به د ګلرخو سرخ روی نه شې
څو دې مخ د زړه په وینو ګلګون نه شي
چې تر خولې يې شي خواږه د خوږو شونډو
هغه زړه به ترخه صبر ته ستون نه شي
که نظر کا د حمید و زبونۍ ته
شوخ يې غم به يې له غمه زبون نه شي