

عبدالحمید مومند
د ناصح له نصیحته مې سر خوږ شي
لا مې زیات له دې تبلو پرهر خوږ شي
هغه واخلي د غم بار په محبت کې
چې يې سر د باد شاهۍ په افسر خوږ شي
د خوارۍ زیږې پوزۍ کړم هسې نرم
چې مې اړخ د کمیخواب په بستر خوږ شي
تېغ بازي يې د غمزو کېږي په مخ کې
په نظر د ترکو ځکه نظر خوږ شي
څوک به څه اخلي بوسه له هغه مخه
چې رخسار يې په نسیم د سحر خوږ شي
نهایت دې کړم وچ هډ فلکه تازده
که په قتل مې د ترکو خنجر خوږ شي
نور به و یار زما د آه نه کړې ناصحه!
که یو ځله درته پېښ د دلبر خوږ شي
څه به ګوري زاهدان و ښکلي مخ ته
د لېچنو سترګو کسي په نمر خوږ شي
بېهوده مې و رقیب ته خواري ښوه
کله زړه په مسلمان د کافر خوږ شي
د حمید په څېر اوتر اوتر زګیروي کا
چې ور پېښ د یار د هجر اوتر خوږ شي