

عبدالحمید مومند
چې فلک غوندې ترې خلق وۍ وۍ کېږي
هر سبا به يې زوړ زخم نوی کېږي
سره لمبه شه لاله زار زما د آه
د زړه سوي په زړه سویو زړه سوی کېږي
دا سپيتوب دی زما خوښ له سړیتوبه
که په مینه کې هر څو سړی سپی کېږي
نا بایده زما له صبره له سکونه
چې په دا د عاشقانو کمی کېږي
په پيړۍ کې عاشقي د خدای عطا ده
ګڼه څوک په سپينه ږیره زلمی کېږي
لا صاف شوی له دې شست د هغه حسن
چې له خولې يې د ویشتلو زګیروی کېږي
چې زبېښي میګونې شونډې د خوبانو
د هغو به کله مینه په می کېږي
ته چې عشق طاعونی رنځ بولې ناصحه!
د طاعون د رنځور کله بهي کېږي
بیا له کومه رخه اور په حمید بل شه
چې له خولې يې د آهونو لوګی کېږي