

عبدالحمید مومند
څوک چې کاندي له خوبانو سره اړې
تل به پروت وي لکه مړی تلې زیړې
عاشقۍ دې د منصور په دود سنګسار کړم
خپل پردي مې واړه ولي په تکړې
چې د عشق نجار اره کړم سر تر پایه
تن مې پروت تختې تختې شه دړې وړې
چې په غټو سترګو ګوري نابینا وي
چا چې ولیدې د ترکو سترګې غوړې
ستا د حسن رنګ هیچا لیدلی نه دی
د حمید د عمر پاڼې يې کړې زیړې