

عبدالحمید مومند
که دې راغلې په مخ څه شوې د خط لړې
په ایرو کې لکه لعل هسې رغړې
چې يې پرېوتم کوهي د زنخدان ته
نور مې ووتې له زړه د صبر لړې
په خندا کې څخو شونډې راوسپړه
که مې غوټې د غمونو له زړه سپړې
تور ماښام مې د جنون له غاړې تاو شي
چې دې ووینم په مخ زلفې تاو کړې
زه د عشق له لېونتوبه ستړی نه شوم
خلقې شوې په علاج را پورې ستړې
محبت سنګدله سور راباندې راغی
هیڅ مې نه مني د صبر غړې پړې
عاقبت د عشق مزری راباندې ترپ کا
چې څټلې يې مدام راته خپړې
نور څه نه ده عاشقي هومره پوهېږم
چې لمبه د اور په نام د عشق نومړې
چې حمید له مینې اړوې ناصحه
بېهوده د شګو پړي سره غړې
له خوبانو سره ځای د بحث نشته
که هر څو ځان وړوې حمیده پړې