

عبدالحمید مومند
ربه زړه د رقیب نرم په احسان کړې
دا هندو راباندې څخو مسلمان کړې
زما صبر تېره توره کړې په عشق کې
رقیبان ورباندې غوڅ په خپل ګمان کړې
چې خاطر د آهو چشمو ترې وحشت خوري
هغه واړه ودانۍ زما دامان کړې
اور زما د دین دنیا په کور کړې پورې
څو مې عذر په عزت د عشق مهمان کړې
چې روښان د یار د مخ په ډېوه نه وي
وران زما د زندګۍ ځان ومان کړې
یا زمان د یار د وصل کړې را نوی
یا مې عمر په هجران کې یو زمان کړې
چې مدام په نغوته کار کا د اغیارو
له دغه کاره مې یار څخو پښېمان کړې
رقیبان مې د هجران په اور کې ولي
د خلیل په دود مې ربه په امان کړې
ګوره نن په ځیر ځیر مخ د یار حمیده!
چې سبا ورپسې لاس مږې ارمان کړې