

عبدالحمید مومند
ډېر مې ځان دی په دا صبر ستړی کړی
باري نه شم ستا له مخه نظر ژغړی
ته يې ستړی د حیا په کوز کاته کړې
نه شوم زه درته په شوخو کتو ستړی
شرموي مې شوخې سترګې تر تا پورې
چې و مخ ته دې نظر کړم سپړی سپړی
په ژوندون دې هسې واېستم له یاده
لکه هېر کا څوک د سلو کالو مړی
ستا د شونډو په رموز هسې پوهېږم
چې ګڼې مې د سرو وینو پوروړی
چې له تا زهد و پرهېز ته لېچې غړي
هغه غړي په معنی د شګو پړی
هر مذهب راته روا د عشق هوی کړ
ګوتې اچوي هر څيز ته اوبو وړی
چې جفا په وفا نیسې د خوبانو
د حمید په څېر نېک نیت دی کوم وګړی
د حمید شوخو کتو به علاج بیاموند
که يې یار د چا په څېر نه وای ښه زړی