

عبدالحمید مومند
چې د نس په خسمانه دین و ایمان خورې
بېهوده د سپي په خوله خوان و الوان خورې
چوهاړي سګ پروري دا هومره نه کا
لکه ته د نس په زېرمه ګرځې ځان خورې
دا کوم عقل کوم شعور کوم مروت دی
په دښنو باندې چې ته مین یاران خورې
یو قدم چې د بدانو پيروي کړې
دانسته په لوی کمر ځغلې میدان خورې
ما ته سره په وینو خوله لیوه لیده شې
چې د ظلم په پیسه پېروی پان خورې
هیڅ د نېکو بدو فرق در باندې نه شي
په هر چا چپه پېر لکه آسمان خورې
په نور چا یوه روټۍ خوړلی نه شې
په خپل ځان باندې مالونه د جهان خورې
که د خضر پاسلونه درسره وي
واقعي زهر زقوم شي که حیوان خورې
په ژوندون د هغه کار تیاری بویه
چې بې وخته يې د مرګ په وخت ارمان خورې
د حمید په آزار هیڅ بازار روغ نه دی
د حلوا په شخوند بې ځایه استخوان خورې