

عبدالحمید مومند
ستا د مخ هسې بې جذبه پرتو نه دی
چې جهان په سر و مال ورته دو نه دی
چې مې ستا د مخ پيسې دي په لاس ايښې
راوستلې مې د ګټې یو پو نه دی
ډېر ستایل شېخ و ملا د جنت ښکلي
چې مې ولیده مخی د ستا یو نه دی
چې يې څوک په خوب کې وویني و نه مري
یاره ستا د بېلتانه هسې بو نه دی
چې د وچو سترګو شرم مې پرې پټ شي
را پرې ایښی د ستا غم هومره نو نه دی
د غمزې په تېغ مې ترکو سپينې پرېکړې
اوس مې زړه و جنګ ته چوي د دو نه دی
ستا په سترګو د غفلت پردې پرتې دي
ګڼه یار په مخ نیولی پلو نه دی
چې په مینه کې غنم غوندې و نه چوي
پوچ په کار دا هسې زړه په یو جو نه دی
چې په سر، مال غړوي غاړه له یاره
خدای دې نه کا، حمید هسې خود رو نه دی