...

عبدالحمید مومند

مینه ملک د آرام نه دی د فتور دی

خطا شوی پکې وار د هر مغرور دی

د جهان ښادي پرې غم ده، خواړه زهر

چې د عشق له طاعوني رنځه رنځور دی

واصلان په ځنکدان د بېلتانه دي

که له هجره دم ختلی د مهجور دی

په رڼا د ښکلي مخ مه غلطېږه

لګولی اور په خلقو دغه نور دی

د پیوند کابو يې هیڅ نشته ناصحه!

محبت مې هسې زړه پرېکړی چور دی

چې مدام ترې اوښې وینې ځي حیران یم

دا مې سترګې دي په مخ کې که ناسور دی

چې د آه په ځای لمبه ورځنې خېژي

نه پوهېږم چې مې خوله ده که تنور دی

د خود رای آشنا په داد مې امید نه شي

د بوسې په وخت مې زړه ځکه ترهور دی

نن ګواهي د جنت درسته په حمید ده

چې یې ناست په څنګ کې تا رنګه نر حور دی