

عبدالحمید مومند
لکه ته هسې رقیب په ما غالب دی
که دې سپی دی ستا د در زما صاحب دی
که رقیب هزار بدي کا زه يې نه کړم
ستا له مخه يې ادب په ما واجب دی
چې دې زړه هسې ناشدې په ما کاندي
ما ته هر نامناسب ستا مناسب دی
که مې اوښکه ستا ماڼۍ ستا له صورته
څه شو ستا د مینې غم پکې نایب دی
په مطلب د لېوني خاطر حیران یم
نه پوهېږم چې له تا د څه طالب دی
په وصال که ناقرار له هجره ژاړي
څه نسبت يې روزي شوی عجایب دی
په سبب د ستا د عشق د غور و جور
په یوه نفس راغب په بل نایب دی
خدای دې خیال راته حاضر لره دلبره
مخ دې څه شه که حاضر دی که غایب دی
چې حمید د وصل لاس غواړي له دوسته
کوم ګدا موندلی ماه مراتب دی