

عبدالحمید مومند
دا زما له خولې فریاد د عشق په زور ځي
که لمبه د تناره له خولې د اور ځي
د وصال په طمع تریخ راته ژوندون شه
سپور طعام تر ستوني کله د خوش خور ځي
د اشنا د منګرو زلفو په خیال کې
موی په موی را باندې زهر د منګور ځي
د نوخطو په وعده باندې زړه مه ږده
هغه ورک شي چې په شپه د اور په لور ځي
چې نظر له ساده رویو نیوی نه شم
هم په دا سبب زما د سترګو تور ځي
د منصور په څېر به سپین سپېڅلي وایم
که مې قطع سر و مال په دغه تور ځي
دا خو زه د زلفو خیال په زړه ملال کړم
ګڼه زهر د مار کله په مارخور ځي
که هر څو يې ټولوم په صبر و زهد
دا په ښکلیو مین زړه راڅخه خور ځي
زه هغه کار وکردار پېغور ګڼمه
چې له ما نه پرې د عشق عار و پېغور ځي
ستړی کېږي مین زړه په فریاد کله
لکه دود هسې د اور په لمبه سور ځي
هومره بخت کله حمید لري ناصحه!
چې د عشق په تور تړلی وي سرتور ځي