

عبدالحمید مومند
چې مې تا غوندې بې ننګ نیو په دوستۍ
زما څه د رقیبانو له درستۍ
هیڅ د یار و آشنا فرق درباندې نه شي
څه بلا شوې لېونی له خودمستۍ
دا چې زه د عشق له کار سست و ناراست شوم
واړه ستا له ناراستۍ له سستۍ
چې مې ترکه ستا د مخ خریداري کړه
شرمنده یم له دې خپلې تنګدستۍ
د وصال ښادي، خوښي ورپورې هيڅ شي
چې په زړه کړم د هجران خوارې خستۍ
د ریا په حق پرستو پورې خاندي
دم قدم د برهمن بت پرستۍ
خدای يې زر کړه د قیامت په سېلاب ورانې
دا له ګنده د نفاق ډکې بستۍ
چې هر دم پرې د نېستۍ تاختونه کېږي
هی توبه شه د حمید له دې هستۍ