

عبدالحمید مومند
اشنايي د ګلرخانو ده اور پښتې
دانسته ورباندې ځان سیځې که تښتې
په غبار کې يې د خط ګوره سرې شونډې
سرې سکروټې دي د اور په ایرو نغښتې
په تندي به دې د غم کرکنډې لوړي
چې دې کډې دي د عشق په غاښي لوښتې
سره لاله له هغې زمکې زرغونېږي
چې د عشق رنځ مې د خولې خوند وران کا ناصحه
ځکه بولم ستا د پند خبرې زښتې
اوس په کوم شرم توبه کړمه له مینې
چې مې وه په سل ارزو له خدای غوښتې
چې جدا د یار له مخه در کې ګرځم
هی توبه له تا وطنه که بهشتې
غنیمت هومره دیدن دی د یارانو
څو لا نه دي پسې پورې د ګور خښتې
چې مدام په وینو رنګ راځې حمیده!
ستا جامې يې څه د غم په ساعت سکښتې