

عبدالحمید مومند
له حیا دې آيینه په مخ کې آب شوه
په فراق دې ګونه زېړه د آفتاب شوه
ورځ په ورځ دې روښنایي د مخ زیاتېږي
نوې میاشت چې دې روانه په رکاب شوه
چې يې ګل د ستا د مخ په ګرېوان کښېښو
شګوفه د زړه په وینو کې غرقاب شوه
چې حاضر په عدالت شه ستا د حسن
ګونګه ژبه د سوسن په سوال جواب شوه
بیا به ولګوي اور د چا په خونه
چې له قهره د سمن بشره ګلاب شوه
چې مشغول د ستا د مخ په خال و خط شوم
مشغولا را څخه پاتې د کتاب شوه
ته چې توره تېروې زه در پوهېږم
مقرر شهیدي زما په باب شوه
ستا د غم له ډېرو اوښو چې تل ژاړم
د حیمد خونه په مخ کې د سېلاب شوه