...

عبدالحمید مومند

چې اقرار په ناپوهۍ يې ښه يې پوه

چې دې پوهې لاف و شاف کړې نه يې پوه

چې دې پوهه په خپل عیب نه رسېږي

ترو په عیب به د بل چا په څه يې پوه

چې د دین دانايي نه لرې په زړه کې

بېهوده ځان غټوې په خوله يې پوه

ولې غل د خپل کنډر در نیوه نه شي

چې د نورو غلا ښيي په غله يې پوه

اول خپل ویران ویجاړ کارونه سم کړه

که رښتیا د سازول په وله يې پوه

چې مې بې سواله مطلب کوې دلبره

څه عجب زما حمید په زړه يې پوه