

عبدالحمید مومند
چې هوس کړي د ګلرخ د پتانه
په سر مه تړه دغه پېټي درانه
ځکه شوه تر زنګانه په وینو ډوبه
چې يې زرکه سمېدله په یانه
ته به څه ځنې د نه کتو ماڼه کړې
دي نرګس شړند ولاړ په دامانه
ګوره حال د بنفشې په عاشقۍ کې
جړې خور شه خوار خسته په لړمانه
نه به ترکو وړی زړه راشي په لاس
نه به مړي شي د ګور بېرته ستانه
چرته لپې لپې اوښې چرته صبر
نه شي لمونځ د رود په څنګ په تیبانه
د هجران غمونو زه هسې په ننګ کړم
لکه کيني په چا روي مېلمانه
قول و بول په ژوندون نه شي نور ولی
ځکه ځان په قول وژني پښتانه
د حمید د ژړا ویار دې هيڅوک نه کا
رستمان شي یتیمان په بېلتانه