...

صدیق

لکه ستا دي ښايسته کټارې سترګې

 هسې نشته په جهان اوڅارې سترګې

په کاته دې سحر کار کاندي په زړونو

 ستا په دور د چا نه دي جارې سترګې

لکه مخ په آيينه را ته ښکاره شې

 چې مې وکاندي و زړه ته لارې سترګې

همېشه وينې د زړه خوري ځکه سر وې

 ستا په درد نه دي د چا خونخوارې سترګې

چې مې يار ته څوک په خوارو سترګو ګوري

 د هغو سړيو خدای کا خوارې سترګې

زه خونخوار کړم د غوستا سترګو سوګند دی

 نور ته څه لره و ما ته شمارې سترګې

همېشه له تا ديدن غواړي صديقه

 څو دې نه دي د کتو قرارې سترګې