...

صدیق

هسې چارې مکړه چې په نورو باندې ګرم شې

 بل که په ځان ګرم کړې څه په دا به له چا کم شې

صاف لکه اوبه شه چې هر څوک درسره ښه وي

 تار په تار د هر چا په اعضا به لکه نم

يوځله ګواهان چې ته د نيکې په ځان تير کړې

 درست عمر که بد کړې په نيکۍ به تور رقم شې

ډېر ګران بها دی شرين عمر دم په دم ځي

 هومره مښود وکړه چې خبر په دا خپل دم شې

وړاندې لويه لاره ده څو خونې لري دي

 ور به شې تر ځایه که روان له ده محکم شې

تل توبه ژړا کړه په زارۍ په محنت اوسه

 خلاص به شې له غمه که په خپل ګناه ندم شې

بې خدمته نه ده مخدومي هيچا موندلې

 هلته به مخدوم شې که ته هم د چا خدم شې

بوی چې دې نسيم په هر سبا وړي په ملکونه

 څه خوکه بيدار لکه غونچه په صبحدم شې

هور ته بيا هاله خطا هوس کوه صديقه

 نورې چارې څه دي که لايق يې د کرم شې