

صدیق
ته به څه هومره شکوه له زمانې کړې
د سرکش آس به نيول په تیزانې کړې
د قسمت رسد وتاته خپل عمل کا
بيهوده څله ماڼه له زمانې کړې
چې ګلونه د چمن په باد خزان وړي
ته تړل د زړه په خس د آشيانې کړې
سود د خضر د ژوندن غم د يارانو
لږ ژوندون ښکاره څو تاته نشانې کړې
پټه تل دانه په دام هوښيار صياد ږدي
څه به طمع ته له دوره د دانې کړې
د مطلب خاوره مونده په در د يار شي
ته طلب څه د کعبې په آستانې کړې
د عارف غبار هرګز په خاطر نشته
نظر صاف څو په صفا شيشه خانې کړې
خپل ويل نصيحت ځان ته کړه صديقه
مزه کومه چې وده ته افسانې کړې