

صدیق
ته چې دواړه سترګې تورې په رنجو کړې
خود به لاس پورې د زړونو په ولجو کړې
ته پخپله داغ په زړه ږدې د وګړي
بيا يې لاښه په ديدن دارو د زړو کړې
تا مې يار ليدلی نه دی شيخه! ځکه
ډېر صفت راته د ورد وظيفو کړې
که يې ووينې يوځل چيرې په سترګو
نور به لاندې صد ساله زهد تر پښو کړې
له هغو خبرو درست جهان خبر شو
چې پرون دې په خلوت ماته په ورو کړې
د بد خواه سينه به يخ شي، نور څه نه وي
لږ ترخه ويل به ته ماته پسو کړې
څوک محتاج د يوه نان لرې فلکه!
په چا داد په خروارونه په رشو کړې
چې د زړه رضا دې وشي ويارۍ ته
اشارت راته په سترګو په بڼو کړې
زړه له تا د زرکې سترګې وړي شهبازه!
ځکه ګشت پسې د غرونو په درو کړې
تاوې خوله به په خندا په ښکنځل در کړم
وايم دواړه لبهه دي، څه په ما پيروز کړې
که ته ښه نهم پرې کړې وايم صديقه
تر فارسۍ به شعر لا ښه په پښتو کړې