

صدیق
بيا دې سترګې په رنجو کړې، زلفې غوړې
خلقې دې کړې په ځان پسې په کړې
د طلسم هنر مند په ښهر ګډ شو
لوی هلک ورپسې درومي شخړې شخړې
چې دزړه په راز مې نه پوهيږې څه کړم
په خصلت کې مهندی کړې خدای د خوړې
د انارو سرې دانې پيژندی نه شې
خدای وتاته کړې انار کر کڼې زيړې
سپور ويل خو راته کړه د خدای د پاره
که دې نه دي را پيرزو خبرې غوړې
ګرد غبار لړو آسمان نيولی نه دی
دا همه دي د صديق د آه لوخړې